کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې ماته وخوړه

17 جوزا 1402 ساعت 14:20

د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې څخه په ۹ منډو ماتې وخوړه.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې، چې نن چهارشنبه د جوزا ۱۷ مه ترسره شوه، ماته وخوړه.
 
د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو یوازې ۱۱۷ منډې هدف وټاکه، چې د سریلانکا لوبډلې وکولای شول دغه هدف په اسانۍ سره پوره کړي او دغه لوبه یې یوازې د یوه لوبغاړي په سوځیدو وګټله.
 
دا لوبې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې. افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه.
 


د مطلب کود: 271369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271369/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-په-درېیمه-لوبه-کې-سریلانکا-پر-وړاندې-ماته-وخوړه

آوا
  https://www.avapress.com