کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جاپان سفير د ازبکستان له استازي سره د ګډو تعليمي او پرمختيايي پروژو په اړه خبرې وکړې

17 جوزا 1402 ساعت 8:29

په افغانستان کې د ازبکستان ځانګړي استازي د جاپان له سفیر سره په افغانستان کې د ګډو تعلیمي او انکشافي پروژو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف په ازبکستان کې د جاپان له سفیر هاتوري تاکاشي سره وکتل.
 
د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې د ټینګښت په موخه د هڅو د دوام اهمیت ته اشاره شوې ده.
 
دوی همداراز د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف د سترو زیربنایي پروژو د تطبیق او همدارنګه د ټرانزیټي ظرفیتونو د کارولو په اړه خبرې وکړې.
 
دواړو لورو د ګډو تعلیمي او بشردوستانه پروژو د تطبیق په موخه په ترمز کې د افغان اتباعو لپاره د روزنیز مرکز او همدارنګه د ترانسپورت او لوژستیکي مرکز "ترمز باربري" له امکاناتو څخه د ګډې استفادې پر امکاناتو خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 271330

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271330/د-جاپان-سفير-ازبکستان-له-استازي-سره-ګډو-تعليمي-او-پرمختيايي-پروژو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com