کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو نړیوال سازمان څه باندې ۱۷۴۴۰۰ کسانو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي دي

16 جوزا 1402 ساعت 9:06

په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر وايي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر می میاشتې پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۷۴۴۷۷ تنو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي دي.


آوا - کابل: د کډوالو نړیوال سازمان په خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دغو کسانو د رواني روغتیا، رواني-ټولنیز ملاتړ او د رواني زده کړو فعالیتونو په برخو کې خدمتونه تر لاسه کړي دي.
 
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي دي چې د رواني روغتیا متخصصین له ټولنو سره مرسته کوي چې د بحرانونو او ناورینونو اغیزو څخه روغ شي.
 
وروسته له هغه چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، یو شمیر نړیوالو سازمانونو راپور ورکړ چې د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس په ژور خپګان اخته دی.
 
د څو لسیزو جګړو او ناامنیو او روغتیايي خدمتونو ته د لازمو لاس رسي نشتوالی په هېواد کې د رواني ناروغیو د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 271273

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271273/د-کډوالو-نړیوال-سازمان-څه-باندې-۱۷۴۴۰۰-کسانو-ته-رواني-روغتیا-خدمتونه-وړاندې-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com