کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاسپورت عمومي رئیس:

هره میاشت سل زره پاسپورتونه هیوادوالو ته ویشل کیږي

14 جوزا 1402 ساعت 12:53

د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب د اسلامي امارت د رئیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې وویل چې د پاسپورت ریاست هره میاشت سل زره پاسپورټونه د هیواد پر اتباعو ویشي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاسپورت ریاست له عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب سره وکتل. .
 
مولوي عبدالکریم حسیب لومړی د پاسپورټ عمومي ریاست د فعالیتونو او دندو په اړه راپور د رئیس الوزرا د اداري مرستیال دفتر ته وړاندې کړ.
 
هغه زیاته کړه، هره میاشت د دغه دفتر له لارې له سلو زرو څخه زیات پاسپورتونه مراجعینو ته وېشل کېږي او د پاسپورټونو د وېش د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي او دا هم وویل چې د مراجعینو د اسانتیا لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
 
له بلې خوا مولوي عبدالسلام حنفي د پاسپورټ عمومي رياست له فعاليتونو، لاسته راوړنو او دندو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، پاسپورټ د هر وګړي عادي حق دى او مسوولين يې بايد په ترلاسه کولو کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین تل د هیواد په ټولو برخو کې د خلکو د ستونزو د پیژندلو او حل کولو په لټه کې دي.
 


د مطلب کود: 271178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271178/هره-میاشت-سل-زره-پاسپورتونه-هیوادوالو-ته-ویشل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com