کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان او پاکستان چارواکو په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې

13 جوزا 1402 ساعت 13:41

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي په تاشکند کې د پاکستان له سفیر سره وکتل او د افغانستان له لارې د ترانسپورتي پروژو او د "ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور" د اورګاډي د پټلۍ د غځولو په اړه یې خبرې وکړې.


آوا - کابل: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان سفیر احمد فاروق په دې ناسته کې په سیمه ییزو پروژو کې د تاشکند ګډون مهم وباله.
 
د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د سړک نقشه په ۲۰۱۹ کال کې د درې واړو هېوادونو د هغه وخت چارواکو ترمنځ په تاشکند کې لاسلیک شوه.
 
اسلامي امارت د واک تر اخیستو وروسته د دې پروژې په اړه له ازبکستاني چارواکو سره هم خبرې کړي دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د ریل پټلۍ څانګې په ټویټر کې لیکلي چې د اورګاډي ادارې د نړیوالو اړیکو مسؤل بخت الرحمن شرافت او "عبدالمالک روحاني" د منځني ختیځ د نړیوالې برخې په ۳۱مه غونډه کې ګډون کړی دی.
 
ترکیې ته د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د مشر "سرکان اتمر" د سفر په ترڅ کې د کاردیمیر سمیلټینګ شرکت مشر افغان پلاوي ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کانونو د استخراج پر ځای د ریل پټلۍ تولید کړي.
 
هغه دا هم وويل، چې دې پروسې په نورو هېوادونو کې هم مثبتې پايلې لرلې دي.
 
خو د اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ مشر ویلي چې په کابل کې د دې طرحې په اړه بحثونه شوي او که هوکړه وشي، پلان به عملي شي.
 


د مطلب کود: 271128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271128/د-ازبکستان-او-پاکستان-چارواکو-په-افغانستان-کې-اورګاډي-پټلۍ-پر-جوړولو-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com