په هېواد کې په تېرو لسو ورځو کې د سېلابونو او طبيعي پېښو له امله تر ٣٠ زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي
آوا - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن (سه شنبه، جوزا ۹) رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د ښاغلي رحیمي په وینا ۳۰ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د ثور په میاشت کې هم د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پیښو له امله ۴۲ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د جوزا د ۸مه سېلاب په لوګر ولایت کې د استوګنې ۶۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې وه.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله له زیاتو زیانونو سره مخ دی.