کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

9 جوزا 1402 ساعت 14:09

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ او قرغان ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


آوا - مزار شریف: د فاریاب د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه تېره ورځ (دوشنبه، جوزا ۸) د پښتونکوټ ولسوالۍ د فرخشت په سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
 
په ورته وخت کې د دې ولایت په قرغان ولسوالۍ کې په یوه بله ترافیکي پېښه کې پر موټر سایکل سپاره یو ځوان وژل شوی دی.
 
د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغو دوو پېښو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
 


د مطلب کود: 270943

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270943/په-فاریاب-ولایت-کې-دوو-جلا-ترافیکي-پېښو-۸-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com