د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې پر څه باندې ۹ زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
په جوزجان او سمنګان کې له ۹ زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
8 جوزا 1402 ساعت 14:59
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې پر څه باندې ۹ زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې لږ تر لږه ۹۰۶۶ اړمنو کورنیو ته د خوراکی توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
دغه بهیر د «HIA» موسسې په همکارۍ د شنبې په ورځ د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې پیل او تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړي.
د دغو مرستو له جملې څخه د سمنګان په دره صوف بالا کې ۲ زره ۴۰۶ او په جوزجان ولایت کې ۶ زره ۶۰۰ نورې اړمنې کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شوې دي.
اسلامي امارت وايي، د مرستندویه ادارو د پلټنو په اساس اړمنې کورنۍ په نښه کیږي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد يو شمېر اوسېدونکو د بشري مرستو له غير عادلانه وېش څخه شکايت کړى و.
د مطلب کود: 270891