د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې یې په دغه ولایت کې ۷۵۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
په تخار کې ۷۵۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
8 جوزا 1402 ساعت 12:37
د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې یې په دغه ولایت کې ۷۵۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
آوا - د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافی نن دوشنبه (جوزا ۸) رسنیو ته وویل: د تخار امنیه قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست په تېرو ۳۱ ورځو کې ۷۵۰۰ جریبه نشه یی توکی نیولی دی. د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې ځمکې د کوکنارو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د هغه په وينا، د دې ولايت په فرخار، کلفګان او رستاق ولسواليو کې لس زره جريبه ځمکه لا هم د کوکنارو تر کښت لاندې ده، چې ډېر ژر به د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له خوا له منځه يوړل شي.
د تخار د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د کرنې وزارت له کروندګرو غوښتي چې د کوکنارو پر ځای د زعفرانو، هنګ او مېوې ونې وکري.
دغه راز په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونه هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
د مطلب کود: 270863