کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دايکنډي او بادغيس ولايتونو له نږدې شپږ زره کورنيو سره خوراکي او نغدي مرسته وشوه

7 جوزا 1402 ساعت 14:37

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د «ورلډ ویژن» موسسې په دغه ولایت کې پر ۴۳۴۴ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي. بل خوا له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د "افغان مرستو" موسسې په دایکندي ولایت کې له ۱۵۶۶ کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې دغه مرستې د شنبې په ورځ د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې له اړو کورنیو سره شوې دي.
 
ويل کيږي چې په ويشل شويو مرستو کې ٥٠ کيلوګرامه اوړه، پنځه ليتره غوړي، او د ماشومانو لپاره يوه اندازه غذايي مواد شامل وو.
 
دغه ریاست همدا راز ویلي، چې د نړیوال څانګي له خوا د دغه ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې. د هرې کورنۍ سره ۵۲۴۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
 
په همدې حال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۷ مه اعلان وکړ چې د "افغان مرستو" موسسه د "UN-OCHA" دفتر په مالي ملاتړ د دایکندي ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۵۶۶ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په سنګتخت، استرلي، ميرامور او خدير ولسواليو کې دغه شمېر کورنۍ د نغدي مرستو تر پوښښ لاندې راغلې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله هرې اړو کورنۍ ته ۱۲۶۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بهیر به د درېیو میاشتو په موده کې یادې شوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د نغدي مرستو د پروژې له لارې پلي شي، چې هرې کورنۍ ته به په میاشت کې ۱۲۶۰۰ افغانۍ وېشل کېږي، چې د وېش لومړی پړاو یې بشپړ شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې وروسته له دې چې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغی او بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوه، ملي او بین المللي بنسټونه په ټول هیواد کې له اړمنو کورنیو سره مرستې کوي.
 


د مطلب کود: 270819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270819/د-دايکنډي-او-بادغيس-ولايتونو-له-نږدې-شپږ-زره-کورنيو-سره-خوراکي-نغدي-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com