کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ورېښمو په پل کې اقتصادي تبادلې بیا پیل شوې

7 جوزا 1402 ساعت 14:35

د ایران او افغانستان پر ګډه پوله د «ورېښمو» پل چې څو ساعته مخکې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا تړل شوی و، بېرته پرانیستل شو.


آوا - کابل: د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سړکونو او ټرانسپورټ عمومی رییس ایوب کرد په زاهدان کې له تسنیم سره په خبرو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په ګډه پوله د ورېښمو د پله د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.
 
هغه زياته کړه، چې له افغانستان سره پر پوله د ورېښمو د پل په نوم د هرمند ښار د مالدارۍ ترمينل اقتصادي راکړه ورکړه له يوې ورځې تړل کېدو وروسته بېرته پيل شوه.
 
دغه سيمه ييز چارواکي زياته کړه، د ملاکانو سرحدي ټرمينل چې پرون د ايران د پوله ساتو او د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوى و، د پولې د وضعيت د ارامتيا له امله اقتصادي راکړه ورکړه بېرته پيل شوه.
 
دغه راز د راپورونو له مخې  پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په «مکي» سیمه کې د اسلامي امارت د عسکرو او ایراني پوله ساتو عسکرو ترمنځ جګړه ترسره شوه.
 
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور په یوه ټویټ کې ویلي: "نن په نیمروز ولایت کې د ایران سرحدي ځواکونو د افغانستان په خاوره ډزې وکړې چې له ځوابي غبرګون سره مخ شول."
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې موضوع د دواړو لورو مشرانو ته رسول شوې او اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره جګړه وکړي.
 
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د شخړو له پیل وروسته په افغانستان کې د ایران سفارت او د اسلامي امارت د دفاع وزارت ترمنځ مکتوبونه او تماسونه ټینګ شوي دي. د دې په وینا، د شخړې له پای ته رسېدو وروسته دواړه لوري د دې کړکېچ د لامل په اړه څېړنې کوي.
 
ویل کیږي، چې د زابل په ختیځ کې د پرونۍ نښتې په اړه د ایراني او افغان چارواکو تر خبرو وروسته پرېکړه شوې، چې سیمې ته د حقیقت موندنې ګډه کمېټه واستوي او ټوله قضیه وڅېړي.
 


د مطلب کود: 270818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270818/د-ورېښمو-په-پل-کې-اقتصادي-تبادلې-بیا-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com