کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال ملي لوبډلې د دوهم ځل لپاره لبنان ته ماتې ورکړه

7 جوزا 1402 ساعت 10:34

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له لبنان څخه د لومړۍ لوبې له ګټلو وروسته تېره شپه په خپله دویمه دوستانه لوبه کې د لبنان د فوټسال ملي لوبډلې ته ۴-۳ ماتې ورکړه.


آوا - کابل: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دویمه دوستانه لوبه کې لبنان ته ۴-۳ ماتې ورکړه.
 
زموږ د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دغې لوبډلې سره په خپله لومړۍ دوستانه لوبه کې لبنان ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
 
د دغو دواړو ټیمونو دریمه غونډه به د دوشنبې په ورځ ترسره شي
 
د ایران د فوټسال لوبغاړي د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د خپلو تمریناتو له ختمولو وروسته نن سهار له تهران څخه د لبنان د پلازمینې بیروت په لور روان شول.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوې سرچینې ویلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي په رسمي نړیوالو سیالیو کې د پیاوړي حضور په موخه له لبنان سره دوستانه او چمتوالي لوبې کوي.
 


د مطلب کود: 270782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270782/د-فوټسال-ملي-لوبډلې-دوهم-ځل-لپاره-لبنان-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com