د کابل - جلال آباد پر لویه لار د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۸ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
6 جوزا 1402 ساعت 14:00
د کابل - جلال آباد پر لویه لار د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۸ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
آوا - کابل: دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
يو تن عيني شاهد همايون اطلاعات روز خبري آژانس ته ويلي، چې يو سراچه ډوله موټر د ډېر سرعت له امله له سړک څخه واوښت او سيند ته ولوېد.
د هغه په وينا، په دې موټر کې شپږ تنه سپرلۍ وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان دي. د همایون په خبره، د موټر سپرلۍ ټول ځوانان وو، چې تفریح ته روان وو.
په افغانستان کې د نورو جګړو او طبيعي پېښو ترڅنګ ترافيکي پېښې هر کال سلګونه کسان وژني او سلګونه نور ټپيان او معيوبوي.
د سړکونو خرابوالی، ګړندیتوب او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو له عواملو څخه ګڼل کېږي.
د مطلب کود: 270743