کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي له کاظمي قمي سره په کتنه کې: د کابل او تهران ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي

6 جوزا 1402 ساعت 13:14

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره په کتنه کښې د کابل او تهران ترمینځ د ستونزو د هواری او د خبرو له لارې د حل غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل نن (شنبه، جوزا ۶) په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت د سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ناستې په اړه ټوېټ خپور کړي. د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی سره لیدلي دي.
 
د تکل په وینا، په دې کتنه کې د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو پر حق خبرې وشوې او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې د کابل او تهران اړوند مسایل دې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
 
په دې کتنه کې کابل ته د افغان بندیانو د سپارلو د بهیر د بیا پیلولو، د افغان بندیانو د اعدام د ځنډولو او افغانانو ته د ایران د ویزو د ورکړې په اړه بحث وشو.
 
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی د ملګرو ملتو په سرمشریزه کښې د دوحې غونډې ته په اشارې سره وویل، ایران په دغه کتنه کښې د افغانستان حالات ښه بیان کړل.
 
نوموړي دغه راز د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو پر لا ښې همغږۍ او مدیریت ټینګار وکړ.
 
د هلمند/هیرمند سیند څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حقونو د خوندي کولو موضوع په دې ورځو کې د تهران او کابل د چارواکو ترمنځ په تودو بحثونو بدله شوې ده.
 
د ایراني چارواکو په وینا د افغانستان اوسنیو او پخوانیو واکمنانو د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د هیرمند سیند د اوبو حقونه نه دي خوندي کړي.
 
دا مهال د اسلامي امارت چارواکي وايي، د هلمند په سیند کې دومره اوبه نه شته چې ایران ته ورسیږي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی تېره ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی، خو په دې صورت کې هغه وچکالي چې په افغانستان او سیمه کې روانه ده، باید له پامه ونه غورځول شي او اسلامي جمهوریت باید د اوبو پر حیاتي مسئله سیاست ونه کړي.
 


د مطلب کود: 270730

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270730/متقي-له-کاظمي-قمي-سره-په-کتنه-کې-د-کابل-او-تهران-ستونزې-باید-خبرو-تفاهم-لارې-حل-شي

آوا
  https://www.avapress.com