کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په پنځو شمالي ولایتونو کې د مخابراتي انتنونو ۴۴ نوي مرکزونه فعال شول

6 جوزا 1402 ساعت 8:36

د هېواد په شمال کې د اترا اداره وايي، په بلخ، جوزجان، سمنګان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې به ۴۴ نوي مخابراتي انتنونه فعال کړي.


آوا - مزار شریف: په شمال کې د اطراس شرکت مشر محمد ثابت نعمان وايي، دغه انتنونه په هغو سیمو کې نصب شوي چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د جوزجان په درېيو ولسواليو ګوشتې او درزاب او د بلخ په البرز کې درې انتنونه نصب شوي او په راتلونکو دوو مياشتو کې به د ٤١ انتنونو د نصب چارې بشپړې شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د شمال ډېری لرو پرتو ولسوالیو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.
 


د مطلب کود: 270705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270705/د-هېواد-په-پنځو-شمالي-ولایتونو-کې-مخابراتي-انتنونو-۴۴-نوي-مرکزونه-فعال-شول

آوا
  https://www.avapress.com