کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تهران کې د افغانستان د سفارت د اداري وضعیت په اړه د انتقادي راپورونو ردول؛ د پاسپورت د تمدید د لګښت د کمولو په اړه هیله مندي!

4 جوزا 1402 ساعت 15:00

په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د ناوړه اداري وضعیت په اړه له ځینو راپورونو وروسته د دغه سفارت مشر دغه راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغه سفارت اداري وضعیت ۸۰ سلنه ښه شوی او د مراجعینو کارونه باید ژر تر ژره ترسره شي. مولوي فضل محمد حقاني د پاسپورت د تمدید د لګښت د کمولو هیله څرګنده کړې ده.


آوا - تهران: په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر مولوی فضل محمد حقانی د دغه سفارت د اداری حالت په هکله د خپرو شویو رپوټونو او د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ په هکله د ځینو نیوکو په غبرګون کښې وویل: د دغه سفارت د اداری وضعیت د خرابیدو سبب شوی دی. په تهران کې د افغانستان سفارت ۸۰ سلنه ښه شوی، د مراجعینو او په ایران کې د مېشتو افغانانو کارونه ژر تر ژره ترسره کېږي او له یوې ورځې بلې ته نه ځنډول کېږي.
 
ښاغلی حقاني وايي، یوازې د مرکز (کابل) د لارښوونې له مخې د پاسپورټ د تجدید فیس لس ډالره زیات شوی او په نورو لګښتونو کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
 
هغه څرګنده کړه: "دا پرېکړه د مرکز پرېکړه ده، چې موږ په کې هېڅ رول نه لرو."
 
په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر هیله څرګنده کړه چې مرکز به د پاسپورت د تمدید په لګښت له سره غور وکړي.
 
په تهران کې د افغانستان سفارت په ځانګړې توګه د پاسپورت د تمدید او د هویت د تثبیت په دوو څانګو کې د مراجعینو له ګڼې ګوڼې سره مخ دی، له همدې امله له لیدونکو غوښتي چې د دغو دوو څانګو د لیدو لپاره د انلاین فورم د بیا فعالولو غوښتنه وکړي.
 


د مطلب کود: 270670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270670/په-تهران-کې-د-افغانستان-سفارت-اداري-وضعیت-اړه-انتقادي-راپورونو-ردول-پاسپورت-تمدید-لګښت-کمولو-هیله-مندي

آوا
  https://www.avapress.com