کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناروې د کډوالو شورا: اسلامي امارت د ښځو لپاره کار او تعلیم ته د راستنیدو په لارښوونو کار کوي

4 جوزا 1402 ساعت 9:11

د ناروې د کډوالو د شورا سرمشریزه یان ایگلند وايي، په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ورته ویلي چې کار او زده کړو ته د ښځو د راستنېدو لارښوونې "تقریبا بشپړې دي".


آوا - کابل: د ناروې د کډوالو شورا سرمشریزه یان ایګلند په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په نړیوالو مرستندویه موسسو کې د ښځو له کار کولو له پنځو میاشتو بندیز وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو او له یو شمېر چارواکو سره یې وکتل.
 
هغه زیاته کړه: "ما په کندهار کې د طالبان له مشرانو وغوښتل چې یو وخت ورکړي چې زموږ ښځینه همکارانې د اړو کسانو لپاره کار پیل کړي."
 
د ناروې د کډوالو شورا د سکرتر جنرال په وینا، په کندهار کې د اسلامي امارت چارواکو ورته وویل: هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي کار ته راستانه شي او خپلې زده کړې بیا پیل کړي، نږدې بشپړ شوي دي.
 
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت چارواکو دا هم ویلي چې دوی د "موقتي حل" په لټه کې دي چې په هیواد کې د مخ په زیاتیدونکي بشري بحران سره د مقابلې لپاره "ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي".
 
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ویلي دي چې په دې غونډو کې یې کار ته د ښځو د راستنیدو په برخه کې د سمدستي پرمختګ غوښتنه وکړه. ځکه چې وخت ضایع کیږي، بودیجه کمه شوې او رنځ زیاتیږي.
 
هغه ټینګار وکړ چې "موږ نشو کولی یوازې د نارینه ټیمونو سره کار وکړو."
 
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې اسلامي امارت په کورنیو او نړیوالو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او له هغه وروسته یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
 
د دې حکمونو له صادرېدو وروسته ډېرو نړیوالو مرستندویه موسسو اعلان وکړ چې د ښځو پر کار بندیز به په افغانستان کې د مرستو بهیر زیانمن کړي او له ښځینه کارکوونکو پرته به خپل کار ته دوام ورکړي.
 


د مطلب کود: 270626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270626/د-ناروې-کډوالو-شورا-اسلامي-امارت-ښځو-لپاره-کار-او-تعلیم-ته-راستنیدو-په-لارښوونو-کوي

آوا
  https://www.avapress.com