کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ ولایت کې د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۵۳ کانالونو د پاکولو کار پیل شو

3 جوزا 1402 ساعت 14:58

د میدان وردګ ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د جلریز په مرکز او ولسوالیو او د بهسودو په لومړۍ برخه کې د اوبو د ۵۳ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د میدان وردګ ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او جلریز او د بهسودو په لومړۍ برخه کې د ۲۱۱ زره ۷۹۹ متره په اوږدوالي د اوبو د کانال د پاکولو کار پیل شوی دی.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې ټولیز لګښت ۵۷ میلیونه افغانۍ دی چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
 
دغه ریاست ویلي چې په دې پروژه کې به د دغو سیمو دوه زره او ۸۳۷ اوسیدونکي ۴۰ ورځې کار وکړي.
 
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست هم وايي چې د اسیا د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې موسسې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۵۰ د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.
 
ويل کيږي چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره د زياتو کورنيو د سرپناه او د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شوې ده.
 


د مطلب کود: 270600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270600/په-میدان-وردګ-ولایت-کې-د-۵۷-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-۵۳-کانالونو-پاکولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com