کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سېلاب په میدان وردګ ولایت کې ۳۰ کورونه نړولي دي

3 جوزا 1402 ساعت 11:19

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه او د خلکو سلګونه جریبه کروندې ویجاړې شوې دي.


آوا - کابل: د میدان وردګ ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس مولوي فیض الله جلالي باختر آژانس ته وویل: د قر، سید آباد، جلریز، دایمیرداد او جغتو ولسوالۍ د سیلابونو شاهدې وې چې له امله یې څه باندې ۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي او دوه سوه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
دغه ناڅاپه سېلاب تېره ورځ د وردگو په چوک کې له سخت باران وروسته راوتلی و، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
مولوي جلالي وايي، هڅه کوي، چې د دولتي بنسټونو او مرستندويه موسسو په مرسته د پېښې قربانيانو ته پاملرنه وکړي.
 
دغه راز پرون د غور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله د پنځو ښځو او يوه ماشوم په ګډون اووه تنه ووژل شول.
 


د مطلب کود: 270574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270574/سېلاب-په-میدان-وردګ-ولایت-کې-۳۰-کورونه-نړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com