د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د دغه هېواد لوبغاړي نن سهار له تهران څخه د ایران په اسلامي جمهوریت کې له تمریناتو وروسته د لبنان پلازمېنې بیروت ته روان شول.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د دوستانه لوبو د ترسره کولو لپاره لبنان ته ولاړه
2 جوزا 1402 ساعت 12:38
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د دغه هېواد لوبغاړي نن سهار له تهران څخه د ایران په اسلامي جمهوریت کې له تمریناتو وروسته د لبنان پلازمېنې بیروت ته روان شول.
آوا: د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د افغانستان او لبنان د فوټسال دوه ملي لوبډلې به د روانې میاشتې په ۲۵، ۲۷ او ۲۹ نېټه له یو بل سره درې دوستانه سیالۍ ترسره کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د هېواد د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د ترکمنستان په وړاندې بریا خپله کړې وه.
د مطلب کود: 270514