کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې د تذکرو له وېش څخه شاوخوا لس میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې

31 ثور 1402 ساعت 14:37

په ۱۴۰۱ کال کې د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست له ۱۱۰۰۰ څخه د زیاتو الکترونیکي تذکرو او له ۵۲۰۰۰ څخه د زیاتو کاغذي تذکرو له وېش څخه څه باندې ۹ میلیونه ۷۳۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.


آوا - کابل: نن یکشنبه د ثور په ۳۱مه، د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په خپل ټویټر کې لیکلي چې د بادغیس د احصایې او اطلاعاتو ریاست تېر کال څه باندې ۱۱ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
 
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول یې د څه باندې ۱۱ زره الکترونیکي تذکرو او ۵۲ زره کاغذي تذکرو له وېش څخه ۹ میلیونه او ۷۳۰ زره افغانۍ راټولې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د پکتيکا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست چارواکي هم ويلي وو، چې تېر کال يې د برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېش له لارې څه باندې ١٥ ميليونه افغانۍ راټولې کړې دي.
 


د مطلب کود: 270398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270398/په-بادغیس-کې-د-تذکرو-له-وېش-څخه-شاوخوا-لس-میلیونه-افغانۍ-ترلاسه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com