کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر او المان د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو اترو اصلي موضوع په افغانستان کې پرمختګونه دي

28 ثور 1402 ساعت 14:54

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بربوک سره یې په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره د چهارشنبې په ورځ (ثور ۲۷) په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د دواړو هېواد د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره همکاریو پر اړتیا موافقه وکړه او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته په درناوي او د نجونو د زده کړې پر برابرولو ټینګار وشو.
 
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، انالینا بربک له افغانستان سره د دوحې له همکاریو مننه وکړه.
 
په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې کندهار ته سفر کړی او د اسلامي امارت له مشرانو سره یې لیدلي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د قطري پلاوي د اسلامي امارت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند سره په لیدنه کې دوی د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان او قطر ترمنځ د باور د کچې پر لوړولو او په دې اړه خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 270252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270252/د-قطر-او-المان-بهرنیو-چارو-وزیرانو-خبرو-اترو-اصلي-موضوع-په-افغانستان-کې-پرمختګونه-دي

آوا
  https://www.avapress.com