کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې

28 ثور 1402 ساعت 11:01

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: اناتولی نن پنجشنبه د ثور ۲۸ مه د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د ویاند سټیفن دوجاریک له قوله راپور ورکړی، چې دغه خبرې اترې د ټیلیفون له لارې ترسره شوې.
 
د ګوتریش او عبداللهیان ترمنځ د افغانستان پر وضعیت سربېره د یمن او ایران د اټومي هوکړې په اړه هم خبرې شوې دي.
 
د دې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.
 
له عبداللهیان سره د ګوترش خبرې د قطر په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې له جوړېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته شوې. په دې کتنه کې چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي هم حضور درلود.
 


د مطلب کود: 270231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270231/د-ملګرو-ملتونو-عمومي-منشي-او-ایران-بهرنیو-چارو-وزیر-افغانستان-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com