د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې د هغو کورنیو شمېر چې د اوبو له کمښت سره مخ دی، په ۲۰۲۱ کال کې له ۴۸ سلنې څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۶۰ سلنې ته لوړ شوی دی.
اوچا: په افغانستان کې د اوبو له کمښت سره د مخامخو کورنیو شمېر زیات شوی دی
24 ثور 1402 ساعت 15:20
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې د هغو کورنیو شمېر چې د اوبو له کمښت سره مخ دی، په ۲۰۲۱ کال کې له ۴۸ سلنې څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۶۰ سلنې ته لوړ شوی دی.
آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن یکشنبه (ثور ۲۴) په خپل ټویټر لیکلي چې د اقلیم بدلون به په ټول افغانستان کې اوبو ته لاسرسی کم کړي.
اوچا وویل، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د اوبو او فاضله موادو د بحران د حل لپاره شاوخوا ۴۷۹،۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پلازمېنې په ځانګړي ډول د کابل په لوېديځ کې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت او په دې برخه کې د حکومت له نه پاملرنې څخه خلکو شکايتونه کړي وو.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی. د اقلیم د بدلون له امله سختو بارانونو د هیواد د اوبو سرچینې هم ویجاړې کړې دي.
د مطلب کود: 270033