کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قرغزستان په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه خبرداری ورکړ

24 ثور 1402 ساعت 10:19

د قرغزستان د ملي امنیت شورا منشي په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه خبرداری ورکړ.


آوا: د قرغزستان د ملی امنیت د شورا منشي مارات ایمانقلی‌اف په اسلام آباد کښې د امنیتی خبرواترو په غونډه کښې څرګنده کړه: د داعش ترهګرې ډلې د جاسوسۍ ستراتیژۍ د ایران په شمول چین، روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونه په نښه کړی دی.
 
هغه زیاته کړه چې د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګه په روان دوبي کې د افغانستان په شمالي سیمو کې د اوو زرو نه د زیاتو جنګیالیو د ځای پرځای کولو پلان لري.
 
ایمان قلیف ویلي، داعش ترهګره ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې د قدرت د بدیل په توګه ځان ځینو قومونو او عامو خلکو ته معرفي کړي.
 
په دې کتنه کې د قرغزستان د ملي امنیت د شورا منشي په مرکزي اسیا او چین کې د ریښو لرونکو افراطي اسلامپالو ډلو لکه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د فعالیتونو پراختیا ته اشاره وکړه.
 
تېره اوونۍ په اسلام آباد کې د چین، پاکستان او اسلامی امارت په ګډه غونډه کې هم له افغانستانه د ګواښونو د خپرېدو مسئله راپورته شوې وه.
 
خو د اسلامی امارت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نه شي او په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د شتون آوازي د سیمې او نړۍ د ځینو نورو قدرتونو له خوا پراخ شوی دی.
 


د مطلب کود: 269985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269985/قرغزستان-په-افغانستان-کې-د-داعش-شتون-اړه-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com