کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ازبکستان کې د "افغان ټرانس" اورګاډي د پروژې د ګډ دفتر پرانیسته

23 ثور 1402 ساعت 13:27

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د افغانستان د ټرانس اورګاډي د پروژې د پرمخ بیولو لپاره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پروژې د شریکانو له خوا یو ګډ دفتر پرانیستل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ریل پټلۍ ریاست نن (شنبه، ثور ۲۳) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه دفتر د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د مسوولینو په درې اړخیزه غونډه کې پرانیستل شو.
 
دا غونډه پرون (جمعه، ثور ۲۲) په تاشکند کې جوړه شوه.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې ده، چې په کابل او اسلام اباد کې د «افغان ټرانس» اورګاډي پټلۍ د پروژې دفترونه پرانستل شي.
 
دا پروژه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له هېوادونو سره نښلوي.
 
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د دې پروژې شریکان دي. ټاکل شوې چې د دغو درې واړو هېوادونو د اورګاډي چارواکي راتلونکې میاشت په اسلام اباد کې غونډه وکړي او د "افغان ټرانس" اورګاډي د پروژې په اړه خبرې وکړي.
 


د مطلب کود: 269949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269949/په-ازبکستان-کې-د-افغان-ټرانس-اورګاډي-پروژې-ګډ-دفتر-پرانیسته

آوا
  https://www.avapress.com