آوا: د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمري څرګند وايي، د کندهار ښاروالۍ د څارنې ډله به د دې ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د ډوډۍ پخوونکو ته د ډوډۍ د نوي نرخ په اړه خبر ورکړي.
نوموړی زیاتوي، چې د نرخ له نوي لېست څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
په همدې حال کې د کندهار ښار اوسېدونکي محمود آوا ته وويل: "ډېر خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د ډوډۍ د پېرلو توان نه لري."
هغه زياته کړه، د کندهار ښار او ولسواليو په بازارونو کې د ډوډۍ د بيو د لوړوالي د مخنيوي په موخه ښه خبره ده، چې د ښاروالۍ له لوري يې د نرخونو لېست ترتيب او څارنه يې وشي.
د کندهار يو بل اوسېدونکي ننګيالي وويل: "ډوډۍ زموږ د خلکو اصلي خواړه دي، له همدې امله موږ له مسوولينو غوښتنه کوو، چې د بيې د ټاکلو تر څنګ د ډوډۍ وزن کنټرول چارې هم ترسره کړي."
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ولايتونو کې ښاروالۍ د خوراکي توکو د بيو د نرخنامي ټاکل او د هغې د پلور څارنه کوي.