کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له فراه ولایت څخه ایران ته د تېلو د ۱۵ ټانکرونو راستني شوي

21 ثور 1402 ساعت 14:29

د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ایران ته د بې کیفیته تېلو د لېږد ۱۵ ټانکرونو د راستنېدو خبر ورکړ.


آوا - هرات: په دغه خبرپاڼه راغلي چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر مسوولینو په دغه بندر کې د هر ډول ټیټ کیفیت لرونکو توکو مخه نیولې او هېڅکله به سوداګرو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان ته د ټیټ کیفیت مواد وارد کړي.
 
فراه ولایت یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې هر کال له ایران څخه د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې فراه ولایت ته د تیلو او ګازو په ګډون په زیاته اندازه سوداګریز توکي واردیږي.
 


د مطلب کود: 269872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269872/له-فراه-ولایت-څخه-ایران-ته-د-تېلو-۱۵-ټانکرونو-راستني-شوي

آوا
  https://www.avapress.com