کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۸۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

21 ثور 1402 ساعت 13:23

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له پروسې وروسته په بدخشان، پروان، سمنګان، بغلان، لغمان او کنړ ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې له ۸۰۰ جریبه زیات کوکنار له منځه وړي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، ثور ۲۱) په یوه ټوېټ کې ویلی چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له لورې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې له کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پروان ولایت په ګلبهار او جبل السراج ولسوالیو کې ۳۳۸ جریبه، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ۶۲ جریبه، د بغلان ولایت د اندراب، دوشي او بورکې په ولسوالیو کې ۳۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
دغه راز د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې ٨ جريبه او د کونړ ولايت د ماڼوګي په ولسوالۍ کې ٧ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ټول هېواد کې ګڼې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.
 


د مطلب کود: 269862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269862/په-شپږو-ولایتونو-کې-څه-باندې-۸۰۰-جریبه-ځمکه-له-کوکنارو-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com