کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین: اسلامي امارت باید له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي

20 ثور 1402 ساعت 15:08

د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګنګ په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي ونیسي او له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.


آوا: د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګانګ چې په اسلام آباد کې یې په یوه خبری کنفرانس کې ګډون کړی وو، هم د اسلامی امارت له چارواکو څخه وغوښتل چې د افغانستان له ګاونډیانو سره متوازنه تګلاره غوره کړی او دوستانه اړیکې تامین کړی.
 
چن ګانګ وويل: "دا مهمه ده چې طالبان د خپلو ګاونډيانو امنيتي انديښنې په جدي توګه ونيسي او په افغانستان کې د بيلابيلو تروريستي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې لپاره قوي ګامونه پورته کړي."
 
دغه لوړپوړي چینايي ډیپلومات د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه وویل: "موږ هیله لرو چې طالبان یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، متوازن سیاستونه غوره کړي او له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي."
 
په همدې حال کې داسلامي امارت دبهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم په دې وروستيو وختو کې په اسلام آباد کې دافغانستان په سفارت کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې وويل چې د اسلامي امارت نظام جامع دى او د افغانستان ټول قومونه په کې ونډه لري .


د مطلب کود: 269819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269819/چین-اسلامي-امارت-باید-له-ترهګرو-ډلو-سره-مبارزه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com