د ترکمنستان د روغتیا وزارت د متخصصینو یوه ډله د یوه بشري ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان خلکو ته د روغتیايي او مشورتي مرستو د رسولو په موخه دغه هیواد ته سفر کوي.
د ترکمنستان ډاکټرانو یوه ډله افغانستان ته سفر کوي
20 ثور 1402 ساعت 11:00
د ترکمنستان د روغتیا وزارت د متخصصینو یوه ډله د یوه بشري ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان خلکو ته د روغتیايي او مشورتي مرستو د رسولو په موخه دغه هیواد ته سفر کوي.
آوا - کابل: د ترکمن رسنیو د راپورونو له مخې، د ترکمن ډاکټرانو یوه ډله د یوه بشری ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان له خلکو سره د طبی او مشورتی مرستو د برابرولو په موخه ددي هیواد ولسمشر «سردار بردیمحمداف» په امر زموږ هېواد ته سفر کوی.
د عامې روغتیا، درملنې او صنایعو وزارتونه د ترکمنستان له اړوندو وزارتونو او ریاستونو سره په ګډه د ډاکټرانو یوه ډله د نسايي ولادي په روغتون کې د طبي او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه راځي.
د دغه هېواد د ولسمشر د يوه بل حکم له مخې، افغان لوري ته د بشري مرستو په توګه درمل او طبي وسايل، توکي او خوراکي توکي هم ورکول کېږي.
تر دې مخکې د افغانستان په هرات ولایت کې د ترکمنستان جنرال قونسلګرۍ د یوه بشردوستانه اقدام په توګه د دغه روغتون ودانۍ په بشپړه توګه ترمیم کړه.
د هرات ولایت په تورغونډۍ ښار کې د زیږون روغتون په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان له خوا د یوه بشري اقدام په توګه جوړ او افغان لوري ته ورکړل شو.
د مطلب کود: 269792