د تخار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٩٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
په تخار کې څه باندې ۹۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
20 ثور 1402 ساعت 9:41
د تخار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٩٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
آوا - مزار شریف: د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافی نن چهارشنبه د ثور په ۲۰ مه، آوا ته وویل چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ۹۳۰جریبه ځمکه په مرکز او ددی ولایت د ۱۶ ولسوالیو کې د کوکنارو څخه پاکه کړي ده.
هغه زیاته کړه، دا بهیر به په تخار کې د کوکنارو تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
د تخار د پولیسو ویاند دا هم وویل چې کروندګر باید په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه وکري.
په ورته وخت کې د تخار اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو دغه اقدام ته خوشبینه دي او له حکومته غواړي چې د نشهيي توکو د قاچاقبرانو مخه هم ونیسي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو څلور زره هکتاره کرل شوې ځمکه له منځه تللې ده.
د مطلب کود: 269774