کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستاني رسنیو د ادعا له مخې د داعش خراسان ډلې دویم کس په کابل کې وژل شوی دی

19 ثور 1402 ساعت 10:38

یوې پاکستانۍ رسنۍ ادعا کړې، چې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د داعش د خراسان څانګې دوه غړی له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.


آوا - کابل: د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې نن (دوشنبه، ثور ۱۸) خبر ورکړی چې وژل شوی کس انجنیر عمر نومیږي.
 
د راپورونو له مخې، دغه کس لومړی د داعش ډلې د مرکزي برخې د مشر په توګه کار کاوه او بیا د ثناالله غفاري چې د خراسان داعش د څانګې مشر دی د مرستیال په توګه وټاکل شو.
 
اسلامي امارت ته نږدې یوې رسنۍ المرصد هم لیکلي، چې د جمعې په ورځ د ثور په ۱۵ مه د اسلامي امارت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې انجینر عمر وواژه.
 
په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۸مه د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د درنې جګړې او د سپکو او درنو وسلو د اوازونو د اورېدو خبر ورکړ.
 
المرصد دې جګړې ته په اشارې سره ادعا وکړه چې د اسلامي امارت استخباراتو په دې ولسوالۍ کې د داعش پر دوو پټنځایونو بریدونه کړي دي.
 
د دغه راپور په اساس، د بګرامی او شکردرې په دوو ولسوالیو کې د اسلامی امارت د عسکرو عملیات لا هم روان دی.
 
د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې د دغو ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
 
باید وویل شي، چې د داعش خراسان څانګه له ۲۰۱۵ کال راهیسې فعاله ده او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې مشري ثناءالله غفاري مشهور شهاب المهجر کوله.
 


د مطلب کود: 269710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269710/د-پاکستاني-رسنیو-ادعا-له-مخې-داعش-خراسان-ډلې-دویم-کس-په-کابل-کې-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com