کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې لسګونه بهرنیو سیلانیانو د بامیان له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه

19 ثور 1402 ساعت 9:18

د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې لسګونو بهرنيو سيلانيان د دغه ولايت له طبيعي او لرغونو سيمو څخه ليدنه کړې ده.


آوا - بامیان : د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیلانیانو آمر محمد دین مفلح د باختر خبری آژانس خبریال ته وویل چې په تیره یوه اونۍ کې له بیلابیلو هیوادونو څخه ۳۸ تنو بهرنیو سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
 
نوموړي زياته کړه، چې له فرانسې، ايټاليا، امريکا، تايوان، چين، هند، پاکستان او انګلستان څخه دغو سيلانيانو باميان ته د ليدو په موخه دغه ولايت ته سفرونه کړي دي.
 
د بامیان ولایت طبیعي او تاریخي منظرې دغه ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
 


د مطلب کود: 269697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269697/د-تېرې-اوونۍ-په-اوږدو-کې-لسګونه-بهرنیو-سیلانیانو-بامیان-له-تاریخي-او-طبیعي-ځایونو-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com