کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۸ اقتصادي برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې

19 ثور 1402 ساعت 9:04

د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال وايي، د سارک غړو هېوادونو له خوا د تر ټولو باثباته اسعارو په توګه د افغانۍ ټاکل، د هېواد د اقتصاد وده او د انفلاسیون کمول، د لومړي ځل لپاره له کورنیو عوایدو څخه د ملي بودیجې تمویل، د صادراتو زیاتوالی، د بهرنیو پانګوالو راجلبول، د بانکدارۍ چاري، الکترونیکي حکومتولۍ او د متشبثینو د ستونزو حل د تیر کال له لاسته راوړنو څخه وو.


آوا - کابل: نن دوشنبه (ثور ۱۸) د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په ۱۴۰۱ کال کې په اقتصادي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
 
دغه دفتر وايي، په ۱۴۰۱ کال کې د سارک غړو هېوادونو ترمنځ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د اسعارو غوره کول د دوی یوه له لاسته راوړنو څخه وه.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد اقتصاد لوړ شوی او په هېواد کې انفلاسیون د پام وړ کم شوی دی.
 
دغه دفتر همداراز ویلي چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره ملي بودیجه له کورنیو عوایدو تمویل شوې او تېر کال د افغانستان د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
 
د دغه دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې په تېر کال کې په هېواد کې د بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې لپاره څه باندې لس ميليارده ډالره زمينه برابره شوې او يو شمېر بهرني شرکتونه په کې کار کوي.
 
دغه راز دغه دفتر ادعا کوي چې په هېواد کې بانکي چارې عادي حالت ته راګرځيدلي او د الکترونيکي حکومتولۍ په برخه کې عملي ګامونه پورته شوي او د سوداګرو ستونزې ژر تر ژره حل شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې په ټول هیواد کې د اسلامي امارت له تسلط وروسته په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې ډیر بدلونونه راغلي دي.
 


د مطلب کود: 269694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269694/په-۸-اقتصادي-برخو-کې-د-اسلامي-امارت-لاسته-راوړنې

آوا
  https://www.avapress.com