کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوولسو ولایتونو کې څه باندې ۸۳۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

18 ثور 1402 ساعت 15:31

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په بدخشان، تخار، ننګرهار، کندز، فاریاب، لغمان، کاپیسا، لوګر، سمنګان، دایکندي او هرات ولایتونو کې څه باندې ۸۳۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې ۳۴۱ جریبه او د تخار ولایت په اشکمش او رستاق ولسوالیو کې ۲۱۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په سپین غر او نازیانو ولسوالیو کې ۱۵۲ جریبه، په کندز ولایت کې ۵۰ جریبه، د فاریاب ولایت په بل چراغ ولسوالۍ کې ۳۵ جریبه، په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې ۳۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوي.
 
د وزارت په ټویټ کې دا هم راغلي چې د کاپیسا ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې ۷ جریبه، د لوګر په ولایت کې ۶ جریبه، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې له څلور جریبه زیاته ځمکه او له یو جریبه زیاته ځمکه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې له کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي.
 
دغه وزارت په یوه بیان کې لیکلي: «همدارنګه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې سلګونه جریبه او د هرات ولایت په اوبې، غوریان، رباط سنګي، زنده جان او د غورزا په ولسوالیو کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوي.
 
د یادولو وړ ده چې په ټول هیواد کې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د بندولو کمپاین د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده په حکم روان دی.
 


د مطلب کود: 269674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269674/په-یوولسو-ولایتونو-کې-څه-باندې-۸۳۰-جریبه-ځمکه-د-کوکنارو-له-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com