کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

منځنۍ اسیا او قفقاز په دښتو بدلیږي

18 ثور 1402 ساعت 13:26

د اسيا پراختيايي بانک د څېړنو له مخې، د منځنۍ اسيا د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د ځمکو ډېره برخه په ځانګړې توګه په مرکزي اسيا او قفقاز کې له ويجاړتيا سره مخ ده.


آوا - کابل: د اسیا پراختیایی بانک مرستیال شیشین چن د سویلی کوریا په انچیون ښار کې د دغه بانک د رهبرۍ شورا په ۵۶ کلنۍ غونډه کې وویل: د صحرایی بحران د هواری لپاره دغه بانک پلان لری چې په ۲۰۲۳ کال کې به د غړو هېوادونو په ګډون د انرژۍ، کرنې او ترانسپورت په پروژو کې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړي.
 
ده وويل: تېر کال د دغه سازمان غړو هېوادونو په دې برخه کې نهه ميليارده ډالره پانګونه کړې، چې ١٧ ميليارده ډالره يې د اسيا پراختيايي بانک، څه باندې ٢١ ميليارده ډالره د اروپايي شريکانو له خوا په منځنۍ اسيا کې د ځمکې له صحرايي کېدو سره د مبارزې لپاره لګول شوي دي.
 
هغه وویل، تېر کال د دغه سازمان د پروګرام له مخې ټوله پانګونه څه باندې ۴۷ میلیارده ډالره وه.
 
د اسیا پراختیايي بانک مرستیال زیاته کړه: په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا پراختیايي بانک پلان لري چې په عمده توګه د انرژۍ، کرنې او ترانسپورت په پروژو کې پانګونه وکړي.
 
هغه د اقلیم د اجنډا په پام کې نیولو سره د کرهنیز طرزالعملونو پلي کول، د روغتیا او درملنې سیسټم ښه کول، د ننګونو سره د مبارزې سیسټم ښه کول، د اقلیم د بدلون د لید چوکاټ پراختیا د منځنۍ آسیا د اقتصادي همکارۍ سازمان د لومړیتوبونو څخه یاد کړل. هغه وويل: په دې سيمه کې به د هوا حالات د يو څه وخت لپاره په سيمه ييزه توګه ښه شي، خو د نړيوال له نظره، که بدلونونه کم نه شي، ستونزې به زياتې شي.
 
افغانستان، چین، ګرجستان، قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د اذربایجان جمهوریت د دغه سازمان غړي هېوادونه دي.
 
د اسیا پراختیايي بانک تر دې مخکې اعلان کړی و، چې منځنۍ اسیا د زیات مصرف له امله د اوبو له کمښت سره مخ ده او که په کافي اندازه سیمه ییزه همکاري ونه شي، ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې دغه سیمه د اوبو له کمښت سره مخ شي.
 
د اسیا پراختیایي بانک د «په منځنۍ اسیا او قفقاز کې د خوړو خوندیتوب او د کرنې او صنعت پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې لیکلي: د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره اصلي ننګونه د اوبو د سرچینو کمښت دی.
 
د دغه راپور له مخې، که تر ۲۰۵۰ کال پورې سیمه ییزه همکاري ونه شي، ښايي د منځنۍ اسیا هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخ شي.
 


د مطلب کود: 269662

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/269662/منځنۍ-اسیا-او-قفقاز-په-دښتو-بدلیږي

آوا
  https://www.avapress.net