کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې به د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې ژر پیل شي

18 ثور 1402 ساعت 10:14

د یوه ترکي ساختماني شرکت مسوول د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې له باد څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه کوي.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د ترکیې د ۷۷ ساختماني شرکت مشر سلیمان ګالیو د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په ارګ کې وکتل. د اوبو او انرژۍ وزير وويل، چې د تېرو همکاريو ترڅنګ په افغانستان کې له بادي سرچينو څخه د ٢٠٠ ميګاواټه برېښنا د توليد په پروژه کې پانګونه کوي.
 
د دغه وزارت په وینا؛ په دې پروژه کې د پانګونې په موخه به ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شي، چې پر بنسټ به یې د دې پروژې عملي کار ژر پیل شي.
 
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردېږي او واردېږي، چې وخت پر وخت د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د ډېرېدو له امله پرې کېږي.
 


د مطلب کود: 269640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269640/په-افغانستان-کې-د-باد-له-سرچینو-څخه-۲۰۰-میګاواټه-برېښنا-تولید-پروژې-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com