کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه

17 ثور 1402 ساعت 10:25

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزیر به په اسلام آباد کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره درې اړخیزه غونډه کړي. هغه زياته کړي، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او سيمه ييزو مسايلو د نظريو تبادله وشوه او د بهرنيو چارو وزير له خپلي پاکستاني او چينايي سيالانو سره جلا جلا ليدنې هم کړې.


آوا: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه پرون شنبه (ثور ۱۶) په اسلام آباد کې جوړه شوه.
 
هغه زياته کړه، چې په دې کتنه کې د سيمه ييزو مسايلو، د اقتصادي او سياسي اړيکو پر پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو د نظريو تبادله وشوه.
 
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې د دې غونډې کوربه و، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له خپلو مېلمنو سره یې د مهمو همکاریو او نړیوالو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.
 
د بهرنیو چارو وزارت له خپلو پاکستاني او چینايي سیالانو سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د کتنې انځورونه هم خپاره کړي دي.
 
د دغو غونډو د محتوا په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی جمعه (ثور ۱۵) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.
 
تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګنګ د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په لیدنه کې د افغانستان په مسلو کې د بیجینګ او اسلام آباد ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو غوښتونکی شو.
 
د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د افغانستان د مسئلې په اړه له پاکستان سره د اړیکو او همغږي پراخولو او په سیمه کې له ثبات سره د مرستې لپاره چمتو دی.
 
د چین، پاکستان او افغانستان درې اړخیزې ناستې پنځه کاله وړاندې پیل شوې، خو وروستی ځل درې اړخیزه غونډه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د اسلامي امارت تر واک ته رسیدو څو اونۍ وړاندې ترسره شوه. په دې کتنه کې په بېلابېلو مسایلو او د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
 


د مطلب کود: 269566

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269566/د-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-چین-او-پاکستان-وزیرانو-ترمنځ-درې-اړخیزه-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com