د جاپان په مرکزي ښار اشیکاوا ایالت کې د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان کړي او یو تن یې وژلی دی.
په جاپان کې د زلزلې له امله ۲۷ تنه ټپیان او یو تن وژل شوی دی
16 ثور 1402 ساعت 14:49
د جاپان په مرکزي ښار اشیکاوا ایالت کې د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان کړي او یو تن یې وژلی دی.
آوا: د جاپان په اشیکاوا ولایت کې د جمعې په ورځ د ۶،۳ درجې زلزلې ۲۷ تنه ټپیان او یو تن وژلی دی.
کیوډو خبري اژانس راپور ورکړی چې نږدې ټول تلفات د "سوزو" کلي څخه دي چې د زلزلې له امله تر ټولو ډیر اغیزمن شوی. په دغه کلي کې يو کس د زلزلې پر مهال له زينې څخه د راښکته کېدو له امله وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ډېرو ټپيانو حالت منځنۍ دی، خو د وضعيت د خرابوالي له امله دوه تنه روغتون ته لېږدول شوي او څو ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.
دا زلزله د جاپان د سمندر په سواحلو کې د "هونشو" په ټاپو کې وشوه. د جاپان د زلزلې ادارې په پیل کې د دغې زلزلې شدت ۶.۳ ښودلی و، خو وروسته یې وویل چې د ریکټر په کچه ۶.۵ وه.
د دغې زلزلې مرکز د اشیکاوا ایالت د «نوتو» ټاپو وزمه وه او د ځمکې په ۱۲ کیلومترۍ کې ژوره وه.
د مطلب کود: 269524