د تخار د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ښوونځیو کې د یو میلیون درسي کتابونو د وېش بهیر پیل او د جوزجان د پوهنې ریاست د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۱۰ ښوونځیو د بیارغونې اعلان وکړ.
په تخار کې د یو میلیون کتابونو د ویش او په جوزجان کې د ۱۱۰ ښوونځیو د بیا پرانیستلو بهیر پیل شو
13 ثور 1402 ساعت 9:56
د تخار د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ښوونځیو کې د یو میلیون درسي کتابونو د وېش بهیر پیل او د جوزجان د پوهنې ریاست د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۱۰ ښوونځیو د بیارغونې اعلان وکړ.
آوا: د تخار ولایت د پوهنې ریاست ویاند عظیم الله توحیدي وايي، په مرکز او ولسوالیو کې بې وزله زده کوونکو ته د یو میلیون درسي کتابونو، ۳۰۰ خیمو پولو او ۳۵۰ کارتنونو کتابچه د ویش لړۍ پرون (ثور ۱۲) پیل شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې پروسې په پيلېدو سره د زده کوونکو ٧٠-٨٠ سلنه ستونزې هوارې شوې دي.
د هغه په وينا، چاپ شوي کتابونه د پخواني نصاب محتوا دي او ټول موضوعات پکې شامل دي.
د دې تر څنګ د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولینو هم وویل: د ۳۷۰ زره ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۱۰ ښوونځیو خونه د یونیسف ادارې په مالي همکارۍ د اکتشاف دفتر له خوا ترمیمېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د پوهنې په برخه کې درسي کتابونه وېشل شوي وو.
د مطلب کود: 269360