کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاظمي قمي په دوحه کښې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غونډه کښې؛

د افغانستان کړکېچ یوازې د سیمې له لارې او د ملګرو ملتونو په ملاتړ حل کېدای شي

13 ثور 1402 ساعت 9:37

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت مشر حسن کاظمي قمي د دوحې د غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره وکتل.


آوا - په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په دې اړه د ثور په ۱۲ مه ماښام مهال په یوه ټوېټ کې لیکلي: د دوحې د غونډې په څنډه کې د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي له انتونیو ګوتریش سره وکتل.
 
د دغې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي دي: په دغه کتنه کښې ګوترش له اسلامي جمهوریت سره د خپلې لس کلنې کاري تجربې یادونه وکړه او په ایران کښې د مېشتو افغان کډوالو په برخه کښې یې د ایران له سخاوتمندانه هلو ځلو څخه مننه وکړه.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د کړکېچ په حل کې د ملګرو ملتونو پر رغنده رول او همدارنګه په خپلو پرېکړو او پلانونو کې د دغه سازمان د خپلواکۍ پر ساتلو ټينګار وشو.
 
په دغه کتنه کښې کاظمی قمی ټینګار وکړ چې د افغانستان کړکیچ یوازې د سیمې له لارې او د ملګرو ملتو په ملاتړ سره حل کیدای شی.
 
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي کاظمي قومي له دې وړاندې دوحې ته د افغانستان په اړه په غونډه کې د ګډون په موخه د خپل سفر پر مهال په یوه ټویټ کې ټینګار کړی و چې د افغانستان کړکېچ سیمه ییز حل لري.
 
د افغانستان په اړه په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د ۲۱ هېوادونو او دوو نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې نن سه شنبه د ثور ۱۲مه پای ته ورسېده.
 
د دغې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ: د دغې غونډې ټولو ګډونوالو موافقه وکړه چې د افغانستان د ثبات لپاره د ښکیلتیا ستراتیژۍ ته اړتیا ده. نوموړي د افغانستان خلکو ته د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ هم ورکړ.
 


د مطلب کود: 269353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269353/د-افغانستان-کړکېچ-یوازې-سیمې-له-لارې-او-ملګرو-ملتونو-په-ملاتړ-حل-کېدای-شي

آوا
  https://www.avapress.com