کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې څه باندې ۶۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده

13 ثور 1402 ساعت 9:28

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دغه ولايت د بلخ، چمتال، دولت آباد، چهاربولک، کلدار او زارع په ولسواليو کې څه باندې ۶۰ جريبه کرنيزه ځمکه د امنيتي ځواکونو له لوري د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.


آوا: د بلخ ولایت د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري په دغه ولایت کې د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په اړه د آوا خبریال ته وویل: د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې او حکم له مخې دغه کښت له منځه وړل شوی دی. او په ټول هیواد کې د نشه یي توکو تولید منع دی؛ له همدې امله د بلخ پولیسو د دې پدیدې د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د بلخ ولايت د پوليسو ځواکونو له خوا د بلخ، چمتال، دولت آباد، چهاربولک، کلدار او زارع په ولسواليو کې له ٦٠ جريبه ډېر کوکنار له منځه وړل شوي دي.
 
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند له بزګرانو او عامو خلکو هم وغوښتل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د کوکنارو له کښت څخه ډډه وکړي او پر ځای یې ګټور او لوړ حاصل لرونکي کرنیز محصولات ولګوي.
 
نوموړي څرګنده کړه، چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
 
په همدې حال کې په مزارشريف کې يو تن فرهنګي او ټولنيز فعال نجيب شېرزاد د آوا خبريال ته وويل؛ کوکنار یوه ناوړه پدیده ده چې زموږ په خاوره کې د دښمنانو له خوا خپره شوې او د نشه یي توکو له کښت سره د مبارزې په برخه کې د دولت جدي اقدام کولای شي چې په هېواد کې یې په له منځه وړلو کې اغېزمن تمام شي.
 
هغه زیاته کړه، کروندګر باید د دولت اغېزمن ملاتړ ولري او دغه بهیر کولای شي د کروندګرو په منځ کې د کوکنارو کښت له منځه یوسي او کروندګر بدیل کښت ته وهڅوي.
 
بل خوا د بلخ ولايت يو شمېر کروندګر د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پوليسو د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي، چې کوکنار په ټولنه کې بدبختي او ټولنيزې ناخوالې رامنځته کوي، څومره به ښه وي چې د کوکنارو پر ځاى غنم او يا نور حاصلات وکرل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې تل په نړۍ کې د نشه يي توکو ستر توليدوونکى هېواد و، خو د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د دغه نظام مشر په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرنه او تولید بندیز اعلان کړ.
 


د مطلب کود: 269351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269351/د-بلخ-پولیسو-په-دغه-ولایت-کې-څه-باندې-۶۰-جریبه-ځمکه-کوکنارو-له-کښت-څخه-پاکه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com