د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په یوه رسمي غونډه کې د منځنۍ اسیا د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه وټاکل شو.
یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه وټاکل شو
13 ثور 1402 ساعت 9:25
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په یوه رسمي غونډه کې د منځنۍ اسیا د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه وټاکل شو.
آوا: د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د مرکزی اسیا د فوټبال فدراسیون د کفا په ټاکنو کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو، د مرستیال په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د رسمي وېبپاڼې د خبر له مخې، د مرکزي اسیا د فوټبال فدراسیون ټاکنې د اسیا د فوټبال فدراسیون د رئیس شیخ سلمان په حضور کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوې.
په دې غونډه کې د فوټبال د نړۍ د یو شمېر چارواکو سربېره د قرغزستان، افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان استازو هم حضور درلود.
په دې غونډه کې محمد یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه وټاکل شو.
د مطلب کود: 269349