کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د دوحې د ناستې په دویمه ورځ/ د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو پروسه د خبرو برخه وي؟

12 ثور 1402 ساعت 10:56

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ناستې د دویمې ورځې په پیل کې یوې دیپلوماتیکې سرچینې چې په دې غونډه کې حضور درلود، وویل: د دوحې غونډه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو د بهیر پیلامه ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې ناسته نن (سه شنبه، ثور ۱۲) دویمې ورځې ته ننوته.
 
یوې دیپلوماتیکې سرچینې چې په دې غونډه کې حضور لري رسنیو ته ویلي چې د دوحې غونډه د کابل د رسمیت پېژندلو د بهیر پیلامه ده.
 
خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو موضوع نه ده مطرح شوې.
 
له بلې خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسوول سهیل شاهین له دې مخکې ویلي وو چې د کابل د استازي له ګډون پرته هره غونډه به کومه نتیجه ونه لري او پایلې به یې ننګونې وي.
 
د افغانستان لپاره د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ تر سره شوې ده، خو د یوشمېر کارپوهانو په اند دا غونډه به د افغانستان د استازي له شتون پرته د پام وړ پایلې ونه لري.
 
اکثره داسې انګیرل کیږي چې د دوحې په غونډه کې به یوه مهمه موضوع په هیواد کې د ملګرو ملتونو په پلاوي کې د ښځینه کارکوونکو کموالی وي، نو امکان لري چې له دې غونډې وروسته به هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور دوام ولري.
 


د مطلب کود: 269304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269304/د-افغانستان-لپاره-دوحې-ناستې-په-دویمه-ورځ-اسلامي-امارت-رسميت-پېژندلو-پروسه-خبرو-برخه-وي

آوا
  https://www.avapress.com