کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۲۲۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

12 ثور 1402 ساعت 8:53

د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د کښتونو د اړولو د کمپاین په دوام کې وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ننګرهار، کندهار، بغلان، کنړ، بدخشان او کندز ولایتونو کې ۲۲۴ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.


آوا - کابل: پرون دوشنبه د ثور ۱۱ مه د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټری پیغام کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د ۲۲۴ جریبه کوکنارو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
 
دغه وزارت وايي: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په ۶ ولایتونو کې څه باندې ۲۲۴ جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه وړې وې.
 


د مطلب کود: 269282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269282/د-هېواد-په-۶-ولایتونو-کې-۲۲۴-جریبه-ځمکه-کوکنارو-له-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com