د افغانستان د فوټسال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ایران اسلامي جمهوریت ته د ۳-۱ په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې لوبډلې د ایران په وړاندې ماتې وخوړه
10 ثور 1402 ساعت 10:23
د افغانستان د فوټسال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ایران اسلامي جمهوریت ته د ۳-۱ په توپیر ماتې ورکړه.
آوا - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د فوټبال د ملی مرکز د فوټسال په تالار کښې د ثور د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه ترسره شوه.
دا لوبه د دواړو لوبډلو د چمتووالي په موخه ترسره شوه. د افغانستان لپاره یوازینی ګول مهران غلامي ترسره کړ.
د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه د ايران د فوټبال فدراسيون په غوښتنه د تړلو دروازو تر شا او له رسنيو پرته ترسره شوه.
د مطلب کود: 269164