کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کوي

9 ثور 1402 ساعت 11:26

د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا یکشنبه د ثور په لسمه به دغه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. دې بانک د تبادلې وړ شرکتونو څخه وغوښتل چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.


آوا - کابل: د هېواد مرکزي بانک په یو لړ ټویټونو کې اعلان کړی، چې سبا یکشنبه به ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کوي.
 
په اعلاميه کې دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پيسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د ليلام ګټونکي مکلف دي چې د ليلام د ورځې تر پايه خپل حسابونه تصفيه کړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل په نغدو پیسو د افغانستان بانک ته وسپاري."
 
په ورته وخت کې د هېواد مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ثابت ساتلو په موخه کله ناکله ډالر په اونۍ کې له درې څخه تر څلور ځله بازار ته وړاندې کوي.
 


د مطلب کود: 269111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269111/مرکزي-بانک-سبا-۱۴-میلیونه-ډالره-لیلام-کوي

آوا
  https://www.avapress.com