د خوړو نړیوال پروګرام په تخار ولایت کې پر ۲۵۹۳ کورنیو باندي اوړه، غوړي، مالګه او غذايي مواد وویشل.
د خوړو نړیوال پروګرام په تخار کې پر څه باندې دوه زره کورنیو خوراکي توکي وویشل
7 ثور 1402 ساعت 13:48
د خوړو نړیوال پروګرام په تخار ولایت کې پر ۲۵۹۳ کورنیو باندي اوړه، غوړي، مالګه او غذايي مواد وویشل.
آوا - کابل: د خوراک نړیوال پروګرام له خوا د تخار ولایت د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ مرسته شوې خوراکي توکي د چهارشنبې په ورځ د ثور په شپږمه پر اړمنو کورنیو وویشل شول.
ويل کيږي چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره غذايي مواد شامل وو.
د راه نوین موسسي لخوا مستحق کورنۍ پیژندل شوي دي.
تېره ورځ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري په تخار ولايت کې پر څه باندې دوه زره کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د مطلب کود: 269062