کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغيس کې د يوې ترافيکي پېښې له امله تر لسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

6 ثور 1402 ساعت 13:59

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره شپه (ثور ۵ ) د بالامرغاب ولسوالۍ په "بند منګان" سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د بادغیس ولایت د امنیې قومندانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه پیښه کې د هرات - فاریاب په لویه لار یو لینډ کروزر موټر چپه شوی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. ټپيان د درملنې په موخه د بالامرغاب ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته وړل شوي دي.
 
په بادغیس کې د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ ویلي چې دغه موټر له هرات ولایت څخه فاریاب ته روان و چې د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شو.
 
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو پېښې زياتې شوې دي.
 
په ننګرهار، بامیان، زابل، کندهار، دایکندي، فاریاب او نورو ولایتونو کې د اختر په ورځو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 269000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269000/په-بادغيس-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-تر-لسو-زياتو-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com